دپنجاب حکومت په رويه افسوس،دوفاق په ذمه د٤٧٥٨ اربه روپۍ دوفاق په ذمه واجب الادا دي،سهيل افريدے

Dec 29, 2025 - 22:43
 0  2
دپنجاب حکومت په رويه افسوس،دوفاق په ذمه د٤٧٥٨ اربه روپۍ دوفاق په ذمه واجب الادا دي،سهيل افريدے

پېښور( وحدت خبر) دخېبرپښتونخوا وزيراعلى سهيل افريدي وئيلي دي چې دپنجاب حکومت دذهني اؤ اخلاقي  زوال ښکار دي، دقومي يکجهتۍ په وخت  نفرت اميزه رويه دملک لپاره زيانمنه ده، دخېبرپښتونخوا حکومت ددې رويې سخته غندنه کوي، صوبائي کابينې ته په وينا کښې وزيراعلى  دپنجاب دخپلې درې ورځنۍ دورې په دوران دپنجاب حکومت په رويه دسختو تحفظاتو اظهار وکړو اؤ وې وئيل چې دپنجاب حکومت رويه غيرجمهوري اؤ  دغندنې وړ ده، دپنجاب حکومت لخوا  دکابينې  په غړو تشدد وکړے شو، ديوې صوبې دوزيراعلى لپاره مسلسل لارې بندې کړے شوې اؤ بازارونه په زبردستۍ  وتړل شو، دپنجاب پوليس لخوا په موټروے ريسټ ايرياز بند کړے شول، په مزار قائد دحاضرۍ  په دوران لائيټونه بند کړے شويدي. وزيراعلى ووئيل چې  په ملک کښې دمعاشي اؤ سياسي عدم استحکام په دوران داسې رويه تشويشناکه اؤ ناقابل فهم ده، دقومي يکجهتۍ په وخت نفرت اميزه رويه دملک لپاره زيانمنه ده. وزيراعلى  دخېبرپښتونخوا ټولو سرکاري افسرانو ته واضحه هدايت کړيدي چې  دنورو صوبو نه  دراتلونکو سرکاري وفدونو دروايتونو اؤ وس نه سيوا خدمت  وکړي، په خېبرپښتونخوا کښې دې چاته نااشناوالے محسوس نۀ شي. سهيل افريدي دوفاقي حکومت له لوري اے ائي پي فنډز په عدم ادائيګۍ سخت اعتراض وکړو اؤ وې وئيل چې دفنډز عدم ادائيګۍ په وجه په ضم شوو ضلعو کښې  په ترقياتي منصوبو پرمختګ  متاثره کيږي، دخېبرپښتونخوا ٤٧٥٨ اربه روپۍ دوفاق په ذمه واجب الادا دي. دخزانې وفاقي وزارت  دبې بنياده پروپيګنډې دلارې دفسکل ريليز په اړه دميډيا ټرائيل کوششونه وکړل، وفاقي حکومت دې ټولو صوبو ته دورکړے شوي فنډز تفصيل مخې ته راوړي. وزيراعلى  دخېبرپښتونخوا  اؤ  نورو صوبو دبقايا جاتو  دموازنې کولو غوښتنه هم کړې ده اؤ دبقاياجاتو په حواله ئې ټولو محکمو ته دباضابطه خطونو ليکلو او تحريري جواب غوښتلو هدايت کړے دے. وزيراعلى  په جاري ترقياتي منصوبو دکار تيزولو حکم کړے دے. هغه صحت اؤ تعليم حکومتي ترجيحات ګرځولي دي.

بلخوا دخېبرپښتونخوا وزيراعلى سهيل افريدي  دلاهور دخپلې درې ورځنۍ دورې په دوران په نامناسبه رويه دپنجاب وزيراعلى مريم نواز ته احتجاجي مراسله ليږلې ده، وزيراعلى پخپل خط کښې ليکلي دي چې  ما دڅلورو کروړو خلقو دنمائنده په حېث دلاهور دوره کړې ده خو څه چې زما سره وشول هغه په هيڅ ډول ديو عوامي نمائنده دشان مطابق نۀ وو.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي