دپاکستان اؤ افغانستان ترمينځ نښتې داندېښنې وړ دي،مولانا عبدالحق ثاني
نوښار( وحدت خبريال) دا دارالعلوم حقانيه مرکزي ترجمان د پاکستان او افغانستان د روانو تاوتريخوالو په اړه نن خپله تګلاره څرګنده کړې اؤ وئيلي ئې دي چې چې د دواړو ګاونډيو وروڼو ، اسلامي هېوادونو تر منځ وروستۍ سرحدي نښتې د اندېښنې وړ دي. ده زياته کړه چې دواړه هېوادونه بايد د صبر، حوصلې او تفاهم له لارې خپلې شخړې حل کړي، ځکه جګړه او دښمني نه يوازې د دواړو هېوادونو، بلکې د ټولې سيمې لپاره سخت زيانمنه او خطرناکه ده. ترجمان وويل چې پاکستان تل د افغانستان او د امارت اسلامي په اړه نرم دريځ لرلے او د هر حساس او مهم پړاو پۀ مهال ئې د سياسي او اخلاقي ملاتړ دريځ غوره کړے دے. په تېرو وختونو کښې د روس او امريکا د يرغلونو، طبيعي افتونو او کورنيو ستونزو پر مهال هم پاکستان تل مثبت رول لوبولے دے. له همدې امله بايد افغانستان د پاکستان قربانۍ په پام کښې ونيسي. همدارنګه د پاکستان مشران هم بايد داسې پاليسۍ غوره نه کړي چې د امارت اسلامي افغانستان سياست د پاکستان ضد قوتونو تر اغېز لاندې لاړ شي. دارالعلوم حقانيه تل د افغانستان، کشمير، فلسطين او نورو مظلومو مسلمان ملتونو لپاره غږ پورته کړے دے. اوس هم دارالعلوم حقانيه، جمعيت علماي اسلام، وفاق المدارس العربيه او په ځانګړي ډول د جمعيت قائد حضرت مولانا فضل الرحمن مدظله او شيخ الاسلام حضرت مولانا محمد تقي عثماني مدظله سره يوځائے د دې روانې ناندرۍ د ختمېدو او اور د مړولو لپاره هر ډول همکارۍ ته تيار دي. دارالعلوم د دواړو لوريو د انساني تلفاتو له امله خورا خپه دي. دا اعلاميه د نائب مهتمم مولانا راشد الحق سميع، مولانا عبدالحق ثاني (امير جمعيت علماي اسلام س)، مولانا سيد يوسف شاه، مولانا لقمان الحق، مولانا عرفان الحق، مولانا اسامه سميع، مولانا خزيمه سميع او نورو علماوو او مشايخو له لوري خپره شوې ده.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0