پاک افغان تورخم پوله داوو ورځو راهسې بنده

Oct 18, 2025 - 21:11
 0  3
پاک افغان تورخم پوله داوو ورځو راهسې بنده

)  پاک افغان تورخم پوله داوو ورځو راهسې بنده ده،   ددواړو ملکونو ترمينځ تجارت اؤ پيدل تګ راتګ مکمل معطل دي،  دسرحدي تاؤتريخوالي په وجه دتورخم په لويه لاره دګاډو اوږدۀ قطارونه لګيدلي دي،  دخوراک څښاک څيزونو  نه ډکو ګاډو کښې  دخوراک څښاک څيزونه په خرابيدو شويدي، اندېښنه ده چې تاجرانو ته به ددې په سبب دروند مالي نقصان ورسيږي، دذريعو وينا ده چې  دپولې بنديدو په وجه دواړو اړخو ته دخوراک څښاک څيزونو په بيعو کښې ډيره اضافه راغلې ده چې  له امله ئې اولس متاثره کيږي، تاجرانو اؤ ټرانسپورټرانو دحکومت نه غوښتنه کړې ده چې  پاک افغان تنازعه دې دبامعنې مذاکراتو دلارې حل کړے شي ځکه چې دپولې  بنديدل ديو ملک په ګټه هم نۀ دي.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي