افغانستان نه ښۀ پيغام راغلے خو دوفاق رويه افسوسناکه ده، وزيراعلى ګنډاپور
پېښور( وحدت خبر) د خيبرپښتونخوا وزيراعلىٰ سردار علي امين ګنډاپور وئيلي دي چي د وفاق رويه د افسوس وړ ده، مونږ به په 27 تاريخ د خپل قوت مظاهره کوو، دۀ وئيلي دي چې د تيراه دره کښې د خلقو د مرګ ژوبلې سخته غندنه کوو.
ميډيا سره په خبرو کښې وزيراعلى وئيلي دي چې په دي ملک کښې جعلي مقدمې روانې دي، او عدالتونو کښې بې اساسه کيسونه چلول کيږي. د ائين 26م ترميم نه پس، عدالت ته زولنې لګيدلي دي.
د خيبرپښتونخوا وزيراعلى ووئيل چې مونږ به په 27 تاريخ د طاقت مظاهره کوو. مونږ د قانون واکمني او اصلي جمهوريت لپاره جنګيږو. د عمران خان په حواله هغه ووئيل چي د باني پاليسي دا وه چې هره مسئله به د خبرو اترو له لارې حل کيږي. زمونږ صوبې تر اوسه له 80 زره نه زياتې قربانۍ ورکړي دي.
علي امين ګنډاپور زياته کړه کله چې مونږ حکومت واخيستو، نو په خپله وړومبۍ وينا کښې مو د مذاکراتو خبره وکړه — چي دا د باني پاليسۍ سره سمه ده پۀ همدې لاره روان روانيدو سره مو کوششونه ګټور پاتې شوي د افغانستان نه مثبت پيغام راغلے دے، خو د وفاق رويه د افسوس وړ ده.
ده ووئيل چې په دې مسئله باندې مو د ټولو قبايلي مشرانو سره جرګې کړي دي. مونږ د قبايلي مشران نومونه هم اخيستي دي، ډير زر به يو وفد هلته لاړ شي. وزيراعلى د قومي ټيم په حواله سختې نيوکې وکړې اؤ وې وئيل چي قومي ټيم دې لږ څه غيرت وکړي — هر ځل له بائيلات سره مخ کيږي
هغه دا هم ووئيل چي د ترهګرو پۀ ضد عملياتو کښې بايد کوليټرل ډيميج ونۀ شي. مونږ د تيراه درې کښې دخلقو دمرګ ژوبلې غندنه کوو.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0