نوښار، دغيرملکي موبائيل کمپنۍ درې اهلکار وسله والو وتښتول

Sep 22, 2025 - 22:06
Sep 22, 2025 - 22:12
 0  42
نوښار، دغيرملکي موبائيل کمپنۍ درې اهلکار  وسله والو وتښتول

نوښار( وحدت خبريال)  په نوښار کښې په مبېنه توګه يو کالعدم تنظيم    دنجي موبائيل انټرنيټ کمينۍ سي اين اي سي اپټيکل فائبر دانجنئير پشمول درې  اهلکار دګاډي سره په ګن پوائنټ اغوا کړي اؤ نامعلوم مقام ته ئې منتقل کړيدي، دغه خبره پوليسو کړې ده

  دپوليسو ترمخه  درې اهلکار دنظام پور علاقې حصار تنګ نه اغوا کړے شويدي،   غيرملکي نجي انټرنيټ کمپنۍ سي اين اي سي دخپلو دريوو اهلکارو په ګن پوائنټ دنظام  پور نه داغوا کيدو تصديق کړے دے.  دنوښار  نظام پور تاڼې ايس ايچ او په مدعيت کښې  سي ټي ډي باقاعده مقدمه درج کړې ده. پوليسو ددوي راخلاصولو لپاره عمليات شروع کړيدي. بلخوا دسي ټي ډي وينا ده چې  دموبائيل کمپنۍ اهلکارو اغوا کښې کالعدم تنظيم ککړ دے. دتښتول شوي اپټيکل فائبر انجنئير  پلار  محمد اسرار خان دعوه کړې ده چې دافغانستان دنمبر نه ورته دپنځوسو لکو روپو  دتاوان ادا کولو وينا شوې ده.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 3
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي