پاک سعودي دفاعي معاهده کښې نور ملکونه هم شامل کيدے شي، خواجه اصف

Sep 19, 2025 - 21:27
 0  0
پاک سعودي دفاعي معاهده کښې نور ملکونه هم شامل کيدے شي، خواجه اصف

ددفاع وزير خواجه اصف وئيلي دي چې    پاک سعودي دفاعي معاهده کښې نور عرب ملکونه هم شامل کيدے شي، خواجه اصف عرب ميډيا سره په مرکه کښې وئيلي دي چې  دې معاهدې ته به ددوه اړخيزې مرستې نه بالاتر پراختيا ورکولے شي، دۀ ووئيل چې  دفاعي معاهده کښې  کوم خفيه څيز نشته، دا معاهده دخپل مينځي اعتماد اؤ مشترکه سلامتۍ عکاسي ده. دۀ ووئيل چې دمعاهدې فريم ورک کښې   دمشترکه سيکورټي ضمانت ورکړے شوے دے چې دکوم يو ملک خلاف جارحيت به  د بل ملک خلاف  جارحيت ګڼلے شي، دنن تاؤژن عالمي صورتحال په تناظر کښې دا معاهده ضروري ده

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي