مظفرګړهـ، په انګريزۍ کښې خير غوښتونکے تن ټريفکي پېښه کښې مړ
دمظفرګړهـ ترټولو امرين ترين اؤ مشهور خيرمار شوکت په ټريفکي پېښه کښې مړ شوے دے، دميډيا رپورټ ترمخه حادثه دجهينګر ماړها سره نزدې هاغه وخت وشوه کله چې شوکت پخپل موټرسائيکل سور ؤ اؤ ديوې لوډررکشې سره ټکر شو، دريسکيو ذريعو ترمخه شوکت په پېښه کښې په موقعه ساه ورکړې ده. شوکت نومې خيرمار په انګريزۍ اؤ اردو ژبو کښې په دخيرغوښتو دخپل ځانګړي انداز په سبب شهرت لرلو. هغه به اکثره خلق نۀ صرف دخپل غوښتو دفن نه خبرول بلکې په وياړ سره به ئې پخپل بينک اکاونټ کښې دموجودو لکونو روپو يادونه هم کوله اؤ بينک اسټيټسمنټس به ئې ورته هم ښودل. شوکت به ئې وئيل هغه صرف يوه روپۍ غواړي اؤ کله چې به دخلقو سره يوه روپۍ نۀ وه نو ورته به ئې لس روپۍ ورکولې، ددې چالاکې حکمت عملۍ په وجه هغه خيرمار کم اؤ يو سيلف برانډډ ماهر فن خيرمار زيات ښکاريدو.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0