دوحه کښې دحماس په غونډه داسرائيلو حمله، دالخليل الحيا دزوې پشمول شپږ کسان شهيدان، دحماس تصديق
الجزيره سره خبرو کښې دحماس دسياسي دفتر ترجمان سهيل الهندي تصديق کړے چې اسرائيلو هاغه عمارت هاغه وخت په نخښه کړے چې هلته اعلي قيادت دغزه په جنګ بندۍ په امريکائي تجويز مشاورت کولو. سهيل الهندي وئيلي ټول قيادت محفوظ پاتې شوے خو د الخليل الحيا زوې همام الحيا اؤ دهغه ددفتر انچارج جهادلبد پشمول شپږ کسان شهيدان شويدي، دهغه په وينا شهيد شوو کښې د حماس دمشرانو محافظ اؤ يو قطري اهلکار هم شامل دے.
بلخوا وزيراعظم شهبازشريف په دوحه کښې داسرائيلو دکارروايۍ سخته غندنه کړې ده اؤ وئيلي ئې دي چې دا حمله دقطر دخپلواکۍ اؤ علاقائي سالميت خلاف ورزي اؤ خطرناک پارونکے اقدام دے. وزيراعظم شهبازشريف په ايکس خپل جاري کړي بيان کښې وئيلي دي چې زۀ دپاکستان دعوامو اؤ حکومت لخوا اؤ خپل اړخه په دوحه کښې داسرائيلي فوج لخوا دغيرقانوني حملې اؤ ويرونکې بمبارۍ، داستوګنې دعلاقې په نخښه کولو اؤ معصومو وګړو ژوند په خطره کښې داچولو سخته غندنه کووم، وزيراعظم وئيلي په دې مشکل وخت کښې زمونږ همدردي اؤ يکجهتي دقطر امير شيخ تميم بن حمدالثاني، قطري شاهي خاندان اؤ قطر دعوامو سره ده. دۀ وئيلي دي چې داسرائيلو لخوا دجارحيت دا عمل سراسر بې جوازه دے، اخوا شهبازشريف دقطر امير سره ټيليوني خبرو کښې وئيلي چې پاکستان دقطر سره دغر پشان ولاړدے.
بلخوا صدر اصف علي زرداري په قطر دبريد غندنه کړې اؤ وئيلي ئې دي چې دپاکستان حکومت اؤ اولس دقطر حکومت سره ولاړ دے.
اخوا پخپله قطر، ايران، دملګرو ملتونو مشر انتونيو ګوتيريش او نورو نړيوالو مشرانو او ملکونو داسرائيلو لخوا په قطر دشوې حملې غندنه کړې ده.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0