کوهاټ ، اېډز ناروغۍ مخنيوي په اړه د عامه پوهاوي نړيواله ورځ ونمانځل شوه

Dec 1, 2025 - 21:33
 0  6
کوهاټ ، اېډز ناروغۍ مخنيوي  په اړه د عامه پوهاوي نړيواله ورځ ونمانځل شوه

کوهاټ (نعمت الله خان) د  کوهاټ په ضلعي روغتون کښې د اېډز ناروغۍ د مخنيوي او عامه پوهاوي نړيواله ورځ ونمانځل شوه.  دغه غونډه د اېډز مخنيوي پروګرام څانګې له خوا تابيا کړل شوې وه.

د غونډې په مهال د کوهاټ ملکي روغتون مشر، ډاکټر طاهر علي شاه، په خپله وينا کښې وويل د اېډز ناروغۍ په اړه عامه پوهاوی ډېر مهم دی او خلکو ته بايد د ناروغۍ د مخنيوي لارو چارو په اړه معلومات ورسول شي.

په نمانځغونډه کښې د اېډز مخنيوي څانګې مسووله  سلما او ګڼ شمېر روغتيا پالانو ګډون کړی و. روغتيايي متخصصينو د غونډې ګډونوالو ته د اېډز د مخنيوي په اړه مهمې سپارښتنې وړاندې کړې او ټينګار یې وکړ چې د ناروغاني د تداوي پر مهال دې له هغو وسايلو څخه ډډه کړای شي چې د ناروغۍ د خپرېدو احتمال پکې وي.

د راپورونو له مخې، په خيبر پښتونخوا کښې د تېر کال په پرتله د اېډز د ناروغۍ پېښې دوه سلنه زياتې شوې دي. د روغتيا نړيوال سازمان (ډبليو اېچ او) په سپارښتنه چې د ناروغۍ د کنټرول لپاره خوندي جنسي اړيکې، پاک جراحي وسايل، او د ناروغانو پر وخت درملنه خورا اړينه ده.

د ډاکټرانو وينا، هغه کسان چې پر وخت د تداوي وکړي او درمل په خوړولو سره يې ناروغي کنټرول کېدلای شي.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي