دبولي ووډ ليجنډري اداکار دهرميندر مړ شو
نوے ډيلے( ميډيا رپورټ) دبولي ووډ ليجنډري اداکار دهرميندر د٨٩ کلونو په عمر کښې مړ شوے دے، دفلم فيئر ترمخه دهرميندر په ممبۍ کښې مړ شوے دے، هغه دصحت ګڼو مسائيلو کښې مبتلا ؤ چې پکښې دساه اخستو مسائيل هم شامل وو اؤ هم په دې وجه هغه دروانې مياشتې په اغاز کښې هسپتال کښې داخل کړے شوے ؤ. په شپږو لسيزو مشتمل خپل کيئرير کښې دهرميندر د٣٠٠ؤ نه زيتو فلمونو کښې کار کړے دے چې پکښې شعلے، سيتا اور ګيتا اؤ چپکے چپکے پشان ائيکونک فلمونه شامل دي، دهغه وړومبے فلم په ١٩٦٠ء کښې ريليز شوے ؤ اؤ اخري فلم ئې په ٢١م دسمبر ريلز کيدونکے دے. دهرميندر پخپل کيرئير کښې بې شميره اعزازونه ترلاسه کړيدي چې پکښې دفلم فيئر لخوا لائف ټائم اچيومنټ ايوارډ، نيوجرسي لخوا اعزاز اؤ دبهارت دريم شهري اعزاز پدما بهوشن شامل دي. هغه په سياست کښې هم په مختصره توګه برخه اخستې وه اؤ په ٢٠٠٤م کښې دبيکانير نه دپارليمنټ غړے منتخب شوے ؤز دروانې مياشتې په اغاز کښې هم دهغه دمړينې خبرونه مخې ته راغلي وو کوم چې دهغه کورنۍ مسترد کړي وو اؤ وروسته هغه دهسپتال نه فارغ کړے شوے ؤ. داداکار دمړينې دخبر نه پس دهغه دکورنۍ سره دمختلفو اداکارانو اؤ سياسي شخصياتو لخوا دتعزيت سلسله روانه ده.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0