نوښار کښې دغيرت په نوم دوه وادۀ شوې زنانه قتل

Nov 10, 2025 - 21:44
 0  2
نوښار کښې دغيرت په نوم دوه وادۀ شوې زنانه قتل

نوښار( سيد نديم مشواني)   دنوښار اکوړه خټک اؤ چوکۍ درب پبو کښې  دغيرت په نوم دوه وادۀ شوې زنانه په ډزو سره قتل کړې شويدي، دپوليس ذريعو وينا ده چې داکوړه خټک علاقې ايوب اپاد کښې  مليشيا نه راستون شوي زوم دپلار اؤ ورور سره په خسر ګنۍ کښې  خواښې مقتوله څلور ديرش کلنه ناديم خرم دټولو مخې ته په ډزو سره وژلې ده، دزوم ملزم محمد رحمان وينا وه چې خواښې ئې مقتولې ناديه خرم په تعويز ګنډو کولو سره دهغه کور خرابولو، ملزم  دجرم نه پس تښتيدلے دے، دريسکيو اهلکارو دمقتولې مړے پوسټ مارټم لپاره قاضي حسين احمد ميډيکل کمپليکس نوښار ته منتقل کړے دے. بله پېښه دپبو تاڼې علاقه چوکۍ درب په کچه ګهړۍ کښې شوې ده، چرته چې خاوند سلمان خان دغيرت په نوم څليريشت کلنه ميرمنه رقيه په سر په ډز ويشتلو سره قتل کړې ده، قاتل دپېښې وروسته تښتيدلے دے، دمقتولې ليور پوليس ته ،ئيلي چې هغې خودکشي کړې، دپبو تاڼې پوليس تصديق کړے دے چې  دپوسټ مارټم رپورټ مخې ته راتللو نه پس به نوره کارروائي کولے شي.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي