دبې نظير بهټو قتل دملک اؤ وفاق خلاف سازش ؤ، بلاول بهټو زرداري

Oct 18, 2025 - 23:11
 0  0
دبې نظير بهټو قتل دملک اؤ وفاق خلاف سازش ؤ، بلاول بهټو زرداري

دپاکستان پيپلز پارټۍ چئيرمين بلاول بهټو زرداري وئيلي دي چې سانحه کارساز ددهشت ګردۍ يوه لويه پېښه وه، دبې نظير بهټو قتل دملک اؤ وفاق خلاف سازش ؤ، بلاول بهټو زرداري  په شارع فصل دسانحه کاراسز دستورې ته په وينا کښې ووئيل چې  په پاکستان کښې ډيرې پېښې داسې شويدي خو په اتلسم اکتوبر  دملک ترټولو لويه ددهشت ګردۍ پېښه شوې وه. دۀ ووئيل چې شهيدې بي بي ددهشت ګردو مقابلې کولو سره دشهادت جام نوش کړے ؤ، شهيده بې نظير بهټو د يو اميد سره پاکستان ته راغلې وه. په سانحه کښې کارکنان شهيد شوي وو ددې باوجود هم بي بي ويريدلې نۀ وه اؤ جدوجهد ئې جاري ساتلے ؤ.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي