بنو کښې وسله والو څلور سرکاري کسان وتښتول

Oct 11, 2025 - 21:22
 0  3
بنو کښې وسله والو څلور سرکاري کسان وتښتول

په ضلع بنو کښې  وسله والو په دوه بيلا بيلو پېښو کښې  څلور سرکاري کسان تښتولي دي.

په وړومبۍ پېښه کښې  په ضلع بنو کښې دډبليو ايس ايس سي دوه ملازمان اغوا کړے شويدي،  دذريعو وينا ده چې   نامعلومو وسله والو ګل رحمان اؤ نصيب تښتولي دي اؤ نامعلوم مقام ته ئې منتقل کړيدي،  دذريعو وينا ده چې دډبليو ايس ايس سي اهلکار دوسلې په زور تښتول شويدي، پوليسو دپېښې وروسته  علاقه پخپله ګيره کښې اخستې اؤ دتښتول شوو کسانو لټون ئې شروع کړے دے. په بنو کښې دتيرو څو مياشتو راهسې  داغوا په پېښو کښې غيرمعمولي اضافه راغلې ده.

په يوه بله پېښه کښې  بنو کښې  وسله والو حمله کړې ده چې له امله ئې  يو ډرائيور ژوبل شوے دے اؤ دوه ډرائيوران اغوا کړے شويدي،   وسله والو دسرکاري راشنو په سپلائي کوونکو ټرکونو ډزې کړيدي، دا حمله دکينټ تاڼې حدودو کښې  شوې ده. دذريعو وينا ده چې زخمي ټرک ډرائيور هسپتال ته منتقل کړې شوے دے. دپېښې وروسته سيمې ته پوليس اهلکار رسيدلي اؤ سرچ اپريشن ئې شروع کړے دے.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي