دښمن مو داسې په څپېړه وهلے چې کله به ئې هېره نه کړي،شهبازشريف

May 16, 2025 - 23:50
 0  0
دښمن مو داسې په څپېړه وهلے چې کله به ئې هېره نه کړي،شهبازشريف
Photo Source/PID

  وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي چې مونږ ددشمنې دحملې کوټلے جواب ورکړے دے، دجوابي حملې نه پس جنرل عاصم منير ووئيل چې ددشمن لخوا دجنګ بندۍ وړانديز راغلے دے، ما ووئيل چې دا قبول کړئ.

 دۀ وئيلي دي چې  دښمن مو داسې په څپېړه وهلے چې کله به ئې هېره نه کړي، هند زمونږ د تحقيقات د وړاندېز باوجود په پاکستان  حمله کړې او بې ګناه وګړي ئې په نخښه کړي دي.

 دجمعې په ورځ  دشکر  ويستلو دورځې دستورې ته پخپله وينا کښې وزيراعظم ووئيل چې  مونږ له به د امن خوښو  ګاٶنډيانو په  شان  د جمو و کشمير شخړې پشمول نورې  حل  طلب مسئلې د خبرو اترو د لارې حل کول وي اؤ زياته ئې کړه چې په منطقه کښې تل پاتي امن لپاره د کشمير مسئلې  حل ضروري دے

 په دې اهمه  دستوره کښې وفاقي وزيرانو اسحاق ډار، خواجه اصف، عطاء تارړ، محسن نقوي، د وفاقي کابينې نورو غړو، سول او عسکري چاوراکو او د بېلا بېلو   ملکونو سفيرانو ګډون وکړو، همدغه شان  د جوائنټ چيفس اف سټاف کمېټۍ چيئرمېن جنرال ساحر شمشاد مرزا او سروسز چيفس هم په دې موجود وو.

پخپله وينا کښې وزيراعظم ووئيل  مونږ په نننۍ ورځ   دشکر ورځ لمانځو.

ده ووئېل دا ورځ به د نړۍ په تاريخ کښې عمر له ياده ساتلے شي، داسې ورځ په پېړيو پس راځي٬ دا د لوئے څښتن فضل دے٬ د نن نه 50 کاله اګاهو لړزووزنکې پېښه رامخې ته شوې وه٬ نن په کال 2025 کښې د لوي څښتن په فضل او کرم او د قام په دعاګانو د پاک پوځ زړورو زامنو ته کاميابي ترلاسه شوې چې په سبب به ئې دښمن بيا پاکستان پلو مخ کولو له تر قيامته سوچ ونه کړي.

  ددۀ وينا  دښمن زمونږ د اخلاص وړاندېز له لته ورکړې وه چې پکښې مونږ وئيلي وٶ د پهلګام پېښې تحقيقات لپاره نړيواله تحقيقاتي کمېټي جوړه کړئ کومه چې د تحيقات نه وروستو نړۍ ته ټول حقائق په ډاګه کړي خو دښمن ډېر په تحکمانه انداز او کبر کښې په پاکستان   حمله وکړه او بې ګناه وګړي ئې شهيدان کړل چې پکښې ماشومان٬ مېرمنې ځوانان شهيدان شول او پاکستان ته دا پېغام ورکړے شو چې مونږ په پاکستان کښې دننه   حمله کولے شي.

 ددۀ وينا وه چې   په 9 مئي د شپې مونږ د دښمن شپږ جنګي الوتکې رانسکورې کړې٬ وړٶمبے د پنځه الوتکو خبره وه خو اوس د شپږو الوتکو تباه کولو تصديق شوے٬ زمونږ دې دښمن په   جنوبي ايشيا  کښې ځان تهاڼېدار ګڼلو او وئيل ئې چې پاکستان زمونږ په وړاندې هېڅ حېثيت نه لري٬ لوئے څښتن د پاکستان دې بازانو ته جرائت ورکړو او د دښمن د رافيل پشمول ئې نورې جنګي الوتکې رانسکورې کړې او داسې ئې وويرول چې اوس به تر قيامته دا هېر نه کړي

 

 

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي