سوډان کښې خونړے جنګ، په سلګونو ماشومان قتل
دسوډان ښار الفشار نه تښتيدلو عيني شاهدانو انکشاف کړے دے چې نيم فوجي تنظيم ريپډ سپورټ فورسز جنګياليو په ښار دقبضې په دوران ماشومان دوالدينو مخې ته قتل کړيدي، خاندانونه ئې بيل کړيدي اؤ اولسي وګړي ئې محوظو علاقو ته دتللو نه منعې کړيدي، دبين الاقوامي خبري ادارو ترمخه الفشار کښې اجتماعي قتل عام، جنسي تشدد ، لوټ مار اؤ داغوا پېښې اوس هم روانې دي، متحده قامونو وئيلي دي چې تراوسه ٦٥ؤ زرو نه زيات کسان دښار نه وتلي دي، په زرګونو زره اوس هم راګير دي.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0