ظالمان قاتلان ازاد ګرځي راګرځي، رياست بې وسه شوے دے، مولانا فضل الرحمان

Sep 14, 2025 - 22:43
 0  2
ظالمان قاتلان ازاد ګرځي راګرځي، رياست بې وسه شوے دے، مولانا فضل الرحمان

دجمعيت علمائے اسلام(ف) مشر مولانا فضل الرحمان  په وفاقي اؤ صوبائي حکومتونو تنقيد کړے اؤ وئيلي ئې دي چې  جنګيالي دلته رارسيدلي نۀ دي بلکې رارسول شويدي اؤ نن دپاک چين اقتصادي راهدارۍ په ودرولو سره دپاکستان دمعاشي لارې مخنيوے  کولے شي. دجمعيت علمائے اسلام(ف)  مشر مولانا فضل الرحمان په پېښور کښې دخپل ګوند اجلاس ته په وينا کښې ووئيل چې په ملک کښې دامن  اؤ سکول  په نوم کوم څيز نشته، ژوند ته خطرې پېښې دي، دۀ ووئيل نن سبا دکور نه  دوتلو نه پس واپسي خوش قسمتي ګڼلے شي،  ظالمان قاتلان ازاد ګرځي راګرځي، رياست بې وسه شوے دے اؤ اعصابو ئې جواب ورکړے دے، په امن ورکولو کښې ناکامه شوے دے، دبين الاقوامي قوتونو لوبه روانه ده. مولانا فضل الرحمان ووئيل چې  دسي پيک مخه نيولے شي اؤ  بين الاقوامي مفاداتو ته وده ورکلوے شي. دعمران خان دحکومت نه زمونږ ګيله وه خو موجوده حکومت هم په پاليسۍ کښې بدلون نۀ دے راوستے.

 

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي