پۀ مونږ دذخيرو اؤ وسيلو جنګ مسلط کړے شوے دے، سهيل افريدے
پېښور( وحدت خبر) دخېبرپښتونخوا وزيراعلى محمد سهيل افريدي وئيلي دي چې په ١٧ؤ سيټونو سره دا جعلي حکومت نن په وفاق قابض دے، پشين کښې دتحريک تحفظ ائين پاکستان جلسې ته په وينا کښې وزيراعلى سهيل افريدي ووئيل چې بلوچستان کښې هم جعلي حکومت دے، په پنجاب اؤ سندهـ کښې هم جعلي حکومت دے، دازاد کشمير په ووټ هم ډاکه اچول شوې ده، دګلګت بلتستان په ووټ هم ډاکه اچول شوې ده، صرف دخېبرپښتونخوا حکومت دعوامو په طاقت سره راغلے اؤ دمټو په زور راغلے دے، دۀ ووئيل نن په ټول پاکستان کښې دې جعلي حکومت اؤ ددې راوستونکو چې کوم ظلم شروع کړے دے، تاسو ټولو ته معلومه ده، دلته په بلوچستان کښې دبلوچانو نسل کشي روانه ده، بلوچان ناراضه دي، هلته په خېبرپښتونخوا کښې دپښتنو نسل کشي روانه ده، پښتانۀ ناراضه دي، په پنجاب کښې دپنجابيانو عزت سره لوبې کولے شي، دهغوي څادر اؤ چارديوالۍ پامالي روانه ده، پنجابيان ناراضه دي، سندهـ کښې دسندهيانو دحقونو پامالي اؤ حق تلفي روانه ده، دازاد کشمير اؤ ګلګت بلتستان دخلقو حق تلفي روانه ده، ټول پاکستان ډوبيږي اؤ تباه کيږي، خو هيڅوک ئې فکر نۀ کوي، دپاکستان په معيشت اؤ خودمختارۍ کښې دچا هيڅ دلچسپي نشته، ځکه چې د دوي دلچسپي نشته، ددوي دلچسپي ده ستاسو دمحنت په ګټه ډاکه اچولو کښې، پېسو غلا کولو کښې اؤ دلته نه بهر وړلو اؤ هلته پرې جزيرو اؤ فليټونو اخستو کښې،
دۀ ووئيل ددوي دا دلچسپي نۀ ده چې پاکستان دې ترقي وکړي، ددوي سره هيڅ پاليسي نشته، ددوي هيڅ منشور نشته، دوي صرف په دې کښې لګيدلي چې پاکستان تحريک انصاف ختم کړي، دوي صرف په دې کښې لګيدلي چې څوک ددوي خلاف دي، چې په پاکستان کښې حقيقي جمهوريت غواړي، دوي ددوي خلاف دي، خو څوک چې جمهوريت پسند اؤ محب وطن پاکستانيان دي اؤ په پاکستان کښې حقيقي ازادي اؤ په پاکستان کښې دقانون اؤ ائين بالادستي، ازاده ميډيا اؤ ازاده عدليې بحالي، اؤ انصاف غواړي ، هاغه خلق به خاموش نۀ کښيني، هغوي به جنګيږي، اواز به اوچتوي، سړکونو ته به راځي اؤ په سترګو کښې سترګو اچولو سره به وائي چې ستاسو هيڅ پاليسي مونږ ته منظوره نۀ ده، مونږ به دهرې هاغه پاليسۍ نه بغاوت کوو چې په بندو کوټو کښې جوړيږي، مونږ دهاغه هرې پاليسۍ نه باغيان يو چې ددوي په ګټه ده، مونږ دهرې هاغه پاليسۍ نه باغيان يو چې په عوامي مفاد کښې نۀ وي اؤ نۀ به ئې منو. وزيراعلي په قومي اسمبلۍ کښې دحزب اختلاف دمشر محمودخان اچکزئي شکريه ادا کړې ده چې هغه ته ئې په پشين کښې په جلسه کښې دعوت ورکړے دے، هغه وئيلي دي په دې خبره فخر محسوسوي چې دبلوچستان په خاوره ولاړ دے اؤ پښتنو ته وينا کوي، سهيل افريدي ووييل تاسو ته پته چې نن درويشتم مارچ دے، په درويشتم مارچ ١٩٤٠ء کښې دپاکستان قرارداد پيش کړے شوے ؤ، چې په دې قرارداد کښې دټولو نه بنيادي خبره دا وه چې برصغير پاک وهند کښې چې په کومو ځايونو کښې دمسلمانانو اکثريت دے پکار ده چې دهغې نه يو ملک جوړ شي اؤ هغې ته به دپاکستان نوم ورکولے شي، دا ددې دپاره چې په مونږ باندې هندوان ډير وو، مسلمانان کم وو، نو دا ويره وه چې کۀ سبا دمسلمانانو چې کوم اقتدار ؤ، که هغه ختم شو، نو دلته چې کوم مسلمانان وو په هغوي باندې به ظلم اؤ جبر کيږي، ددوي به دکور تقدس او عزت محفوظ نۀ وي، نو نن زۀ ستاسو نه تپوس کووم چې نن خو دلته دمسلمانانو حکومت دے، په دې ملک باندې نن مسلمانان مسلط دي، نن بيا دپښتنو عزت اؤ ابرو، ځان ومال تحفظ ولې نشته؟ دۀ ووئيل زما پښتنو هميشه ياد ساتئ چې په ملک باندې قابض کوم ذهنيت دے، چې د١٩٤٧ء نه واخله تر ننه هغوي پښتنو ته ښه نظر نۀ دے کړے، هغوي هميشه دپښتنو نسل کشي کړې ده، دۀ ووئيل هغوي هميشه په پښتنو هاغه خلق مسلط کړي چې کوم ددوي چمچې دي، خو نن الحمد لله په پښتنو کښې هاغه خلق راپورته شويدي چې نۀ ددوي بدمعاشي مني، نه ددوي ډنډه اؤ نۀ ددوي ټوپک مني، دۀ ووئيل ملګرو پښتنو هميشه ياد ساتئ چې دپښتنو کومه خاوره ده هغه دقدرتي وسائيلو نه ډکه ده، دمعدني وسائيلو نه هم ډکه ده، چې چرته قدرتي وسائيل دي، هلته مسائيل دي، دۀ ووئيل چې چرته قدرتي ذخاير دي، هلته مسائيل دي نو ياد ساتئ چې دا دنور څه جنګ نۀ دے، دا دذخائيرو اؤ وسائيلو جنګ دے چې په مونږ باندې هميشه مسلط کړے شوے دے،دۀ ووئيل ملګرو پښتنو په درويشتم مارچ ١٩٤٠ء کښې خودا فيصله وشوه چې چې يو ملک به جوړيږي چرته به دمسلمانانو حکومت وي، چې چرته به حقيقي جمهوريت وي، چې چرته به دائين اؤ قانون بالادستي وي، ١٩٤٧ء کښې پۀ ١٤م اګست هغې ته عملي شکل هم ورکړے شو خو نن خو ٢٣م مارچ ٢٠٢٦م دے، نن هم هاغه دانګريزانو غلامان په مونږ بان…
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0