صوبه دجنګ، ترهه ګرۍ اؤ بهرني مداخلت ښکار ده، وزيراعلى

Dec 3, 2025 - 22:37
 0  2
صوبه دجنګ، ترهه ګرۍ اؤ بهرني مداخلت ښکار ده، وزيراعلى

پېښور( وحدت خبر) د خېبرپښتونخوا وزيراعلى سهيل افريدي  په مشرۍ دپوليس فورس اؤ سول سروسز افسرانو مشترکه دربار ترسره شوے دے، دربار کښې  چيف سيکرټري، ائي جي پي، ايډيشنل چيف سيکټريز  ډويژنل اؤ ډسټرکټ انتظاميې افسرانو، پوليس افسرانو اؤ اهلکارو ګډون کړے دے. ددربار په اغاز کښې دپوليس اؤ سول انتظاميې شهيدانو ايصال ثواب لپاره فاتحه خواني وکړے شوه. وزيراعلى پخپله وينا کښې ووئيل چې دخېبرپښتونخوا موجوده حالاتو نه ټول پاکستان ښه خبر دے، صوبه دتيرو څلورو لسيزو راهسې مسلسل  دجنګ، دهشت ګردۍ اؤ بهرني مداخلت داثراتو ښکار ده چې نيغ په نيغه اثرات ئې ددې ځائے په عوامو، پوليس، سول سرونټس اؤ مجموعي ګورننس باندې مرتب کيږي.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي