حماس دغزه جنګ بندۍ ختمولو اشاره ورکړه

Nov 22, 2025 - 21:44
 0  1
حماس دغزه جنګ بندۍ ختمولو اشاره ورکړه

حماس دغزه جنګ بندۍ ختمولو اشاره ورکړې ده، دغسې وروسته له هغې وشول چې   داسرائيلو په حمله کښې  دحماس مشر ووژل شو. داسرائيلي ميډيا ترمخه عرب سفارتکار دعوه کړې چې  دحماس مشرانو دعرب مينځګړو دلارې امريکې ته پيغام رسولے دے. پيغام کښې وئيل شويدي چې کۀ چرې داسرائيلو لخوا مبېنه خلاف ورزۍ جاري پاتې شي نو په غزه کښې  دجنګ بندۍ ختمولو لپاره تيار يو.  عرب سفارتکار ټائمز اف اسرائيل ته ووئيل چې دحماس موقف دے چې  داسرائيلو کارروايۍ دجنګ بندۍ  دخلاف ورزۍ مترادف دي. بل اړخ ته اسرائيلو وئيلي  په جنوبي غزه کښې ئې دوسله والو کسانو دډزو په جواب کښې  په غزه فضائي حملې کړيدي. په غزه دې فضائي حملو کښې دحماس يو مقامي کمانډر عبدالله الحديدي هم دشپږو کسانو سره وژل شوے دے. ابو عبدالله الحديدي دالقسام بريګيډز دوسلې دخريدارۍ نيټ ورک اپريشنز چيف ؤ اؤ  دګڼو کارروائيو مشر پاتې شوے دے.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي