دپي ټي ائي دباني حکومت دسازش لاندې لرې کړے شويدے،وزيراعلى
پېښور( وحدت خبر) دخېبرپښتونخوا وزيراعلى سردار علي امين ګنډاپور وئيلي دي چې دپي ټي ائي دباني حکومت دسازش لاندې لرې کړے شويدے
وزيراعلى وئيلي دي چې دافغانستان په اړه فيصلې زمونږ دمشاورت نه بغير ممکن نۀ دي، دامن لپاره جرګه راجوړوو، دۀ وئيلي دي چې خپلې فيصلې به پخپله کوو، وفاق هم په مونږ فيصله نۀ شي مسلط کولے
علي امين ګنډاپور وئيلي دي چې په صوبه کښې کوم نوے اپريشن دمنلو وړ نۀ دے، پخپل يو بيان کښې علي امين ګنډاپور وئيلي دي چې دعمران خان حکومت دسازش لاندې لرې کړے شوے دے، هغه ته دپاکستان دخپلواکه جوړولو سزا ورکولے شي.
دۀ وئيلي دي چې دپي ټي ائي دباني پيغام هرې ضلعې، هره يونين کونسل اؤ هر شخص پورې رسولے شي، په مختلفو علاقو کښې ريلۍ اؤ غونډې روانې دي. علي امين ګنډاپور وئيلي دي چې دپي ټي ائي باني په غيرائيني اؤ غيرقانوني توګه قيد کړے شوے دے چې مونږ ئې نۀ منو.
دهغه دماتولو لپاره بشرى بي بي هم په ناحقه قيد کړے شوې ده. دۀ ووئيل چې ددې ظلم باوجود هم پي ټي ائي دائين اؤ قانون خبره کوي. دپي ټي ائي دباني ماتوونکي به پخپله مات شي، عوام دهغه سره دي. غيرائيني اؤ غيرقانوني عمل نۀ تسليموو.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0