دبندو کوټو دفيصلو به په اولس دمسلط کيدو اجازت نۀ شي ورکولے، وزيراعلى
پېښور( وحدت خبر) دخېبرپښتونخوا وزيراعلى محمد سهيل افريدي وئيلي دي چې چاته به دبندو کوټو دفيصلو به په اولس دمسلط کيدو اجازت نۀ شي ورکولے، وزيراعلى په ايکس جاري کړي يو بيان کښې وئيلي دي چې په ٢٥م اکتوبر په خېبر کښې يوه جرګه کښې رابلل شوې ده، دعوامو دژوند اؤ ددوي دمستقبل فيصله به دصوبې خلق پخپله کوي. دۀ ووئيل چې دامن قيام لپاره به په ٢٥م اکتوبر دخېبر په باړه کښې جرګه کيږي، دۀ ووئيل چې په جرګه کښې به دټولو سياسي وابستګيو نه بالاتر قبائيلي مشران اؤ ځوانان لويه دامن جرګه کوي، دخېبرپښتونخوا حکومت دباني چئيرمين نظريې اؤ دصوبې دعوامو دمفاد سره ولاړ دے.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0