دعوامو قربانۍ به نۀ ضائع کيږي، حماس

Oct 11, 2025 - 21:23
 0  3
دعوامو قربانۍ به نۀ ضائع کيږي، حماس

فلسطيني تنظيم حماس وئيلي دي چې    دعوامو قربانۍ به نۀ ضائع کيږي، حماس وئيلي دي چې   دازادۍ اؤ خپلواکۍ حصول پورې به هلې ځلې جاري وي، حماس قطر، مصر اؤ دترکيې  دوروڼو ثالثانو په کوششونو سره دامريکائي صدر ډونلډ ټرمپ په قيادت کښې دامن لپاره  دشوو کوششونو ستائينه کړې ده، دتنظيم ترمخه دغزه جنګ خاتمې، قابضو فوجونو انخلا اؤ دقيديانو په تبادله معاهده شوې ده.   حماس  صدر ټرمپ، دمعاهدې ضامنو ملکونو اؤ عرب ، اسلامي اؤ بين الاقوامي فريقينو نه غوښتنه کړې ده چې  داسرائيلو حکومت  دمعاهدې  په ټولو شرطونو دمکمل عمل درامد لپاره پابند کړي.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي