ډی ائي خان کښې په ډزو شپږ تنه قتل

Apr 1, 2026 - 06:48
 0  8
ډی ائي خان کښې په ډزو شپږ تنه قتل

ډي ائي خان( ميډيا رپورټ) ډي ائي خان کښې په ډزو شپږ کسان وژل شوي اؤ دوه نور ژوبل شويدي، تحصيل پروا په کلي منګل کښې دډزو پېښه شوې ده، دډزو په نتيجه کښې شپږ کسان وژل شوي اؤ دوه نور ژوبل شوي دي، دغه خبره پوليسو کړې ده، دپوليسو  وينا ده چې ژوبل شوي کسان  تحصيل هسپتال ته منتقل کړې شويدي، تراوسه کومه ګرفتاري نۀ ده شوې، دډزو پېښه تيره شپه  دتروړل شوو دريوو موټرسائيکلو په وجه شوې ده. مقتولين دموټرسائيکلو لټولو لپاره راغلي وو چې مخالفينو پرې ډزې وکړې، دملزمانو ګرفتارۍ اؤ دمعاملې دتفتيش عمل روان دے.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي