مهمندو کښې افسوسناکه ټريفکي پېښه،6 مړۀ، يو ژوبل
مهمند( سميع مهمند، پ ر) په قبائيلي ضلع مهمندو کښې ټريفکي پېښه شوې ده چې له امله ئې شپږ کسان مړۀ شوي اؤ يو ژوبل شوے دے، دريسکيو ذريعو وينا ده چې پنډيالۍ تحصيل کښې پۀ مهمند باجوړ شاهراه ګاډے کندې ته پريوتے دے. مړو شوو کسانو کښې ميرعالم، نورالبشرو غلام سيد، وزير، زردول اؤ راهر شامل دي. زخمي شوے تن ګل باچا زيرعلاج دے، دعيني شاهدانو وينا ده چې شبقدر ته روان ګاډے دموړ نه تاويدو په دوران بې قابو شوے دے اؤ څو ميټره ژورې کندې ته پريوتے دے..
بلخوا دعوامي نيشنل پارټۍ خېبرپښتونخوا صدر ميا افتخار حسين په ضلع مهمند کښې په ټريفکي پېښه دژور خفګان څرګندوه کړې ده اؤ وئيلي ئې دي چې په پېښه کے داے اين پي تحصيل امبار سينئر ملګري غلام سيد پشمول دصوبائي اسمبلۍ دغړي رحمت سيد دخاندان دګڼو کسانو شهادت افسوسناک دے، مونږ په دې سخت وخت کښې دغمځپلې کورنۍ په غم کښې برابر شريک يو، عوامي نيشنل پارټي دشهيدانو دغمځپلې کورنۍ سره ولاړه ده اؤ دمتاثره خاندان سره دهمدردۍ اؤ تعزيت اظهار کوي، دۀ غوښتنه کړې ده چې متعلقه چارواکې دې دناخوشګواره حادثې ټولو ژوبل شوو کسانو ته فوري اؤ بهتري طبي سهولتونه فراهم کړي اؤ په علاج کښې دې څه قسمه کوتاهي ونۀ کړے شي. دۀ دمرحومينو لپاره دجنت الفردوس اؤ غمځپليو لپاره دصبر دعا کړې ده.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
1
Wow
0