ډي جي ائي ايس پي ار زما خلاف پريس کانفرنس کړے دے، وزيراعلى سهيل افريدي
کرک( وحدت خبر) دخېبرپښتونخوا وزيراعلي سهيل افريدي وئيلي دي چې ډي جي ائي ايس پي ار پېښور ته راغلے اؤ زما خلاف ئې پريس کانفرنس کړے دے، وفاقي وزيرانو په ما بې اساسه الزامونه لګولي دي. په کرک کښې جلسې ته په وينا کښې وزيراعلى ووئيل چې ټولو ته سلام کووم، دپښتنو تاريخ به بدليږي انشاء الله، دکوم مقصد لپاره چې جلسه اؤ جرګې رابلل شويدي په دې به خبره کوو، دپي ټي ائي باني چې کله زما نوم واخستو نو ځينو خلقو په ما اعتراض وکړو، وړومبے به مونږ ددې ايوان برخې جوړيدو ته نۀ پريښودل کيدو، دۀ ووئيل چې وړومبے چې به دچا دنوم سره دبهټو اؤ شريف پشان لفظونه وو، صرف به هغوي ايوان ته راتلل، په ما الزامونه لګول شويدي، سهيل افريدي ووئيل چې زما خلاف نامناسبه لهجه استعمال شوه، انتهائي بدتميزي وکړے شوه، ما په مهذبې طريقې سره ددې الزامونو جواب ورکړے دے. وزيراعلى ووئيل هوم ډيپارټمنټ خط وليکلو چې دپي ټي ائي باني سره مو ملاقات وکړئ، وزيراعظم ته هم دباني سره دملاقات وينا وشوه خو هغه ووئيل پوښتنه کووم اؤ وايم درته، بيا ما وزيراعظم ته دليدنې په اړه ووئيل چې دباني نه پوښتنه کووم نو وايم درته، زما دناکامولو کوشش به کيږي، زما اعصاب مضبوط دي. سهيل افريدي ووئيل مونږ ميړني يو، مونږ دچا نه ويريږو نۀ، زۀ د٣٦کلونو يم، زه به ډيليور کووم، تاسو به په بهر ملکونو کښې فليټونه اخلئ، تاسو نۀ شئ ډيليور کولے، مونږ به ډيليور کوو. وزيراعلى ووئيل چې په خېبرپښتونخوا کښې به امن راولو، دپوليسو لپاره به جديده وسله اخلو، بلټ پروف ګاډي به اخلو، په پوليسو، سپيشل برانچ، انټلي جنس به سرمايه کاي کوو، ګوډ ګورننس ضروري دے، دخېبرپښتونخوا څلورو علاقو لپاره به پيکج زر اعلان کړو. سهيل افريدي ووئيل دعمران خان دويژن مطابق کرپشن لپاره زيرو ټالرنس دے، ټول سرکاري ملازمان دعوامو نوکران دي، زما دپروټوکول لپاره به لاره نۀ بندوي. دۀ ووئيل دبندو کوټو( واله ؤ) دا جوش وګورئ، انصاف سټوډنټ فيډريشن دپاکستان تحريک انصاف لپاره ليډرشپ ورکوي، کرک لپاره به سکالر شپ ورکوو.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0