دقطر دپاسداران انقلاب دلسو جاسوسانو دګرفتارۍ دعوه

Mar 4, 2026 - 09:53
 0  1
دقطر دپاسداران انقلاب دلسو جاسوسانو دګرفتارۍ دعوه

دقطر سرکاري خبري ادارې دعوه کړې دهچې دقطر سيکورټي فورسز دشورو په ورځ سحر وختي دپاسداران انقلاب لپاره کارکوونکي لس کسان نيولي دي، دخبري ادارې ترمخه اووۀ مشکوکو کسانو ته دملک اهمو اؤ عسکري بنيادي ډهانچې په اړه دخفيه معلوماتو جمع کولو ذمه واري سپارل شوې وه. همدغه شان وئيل شويدي چې دجاسوسۍ په الزام کښې چې کوم درې نور کسان نيول شوي هغوي په خاصه توګه دډرون استعمال باندې پوهيدل. دسرکاري خبري ادارې ترمخه دتحقيقاتو په دوران ملزمانو دايراني پاسداران انقلاب سره درابطو ساتلو اعتراف کړے دے اؤ دا ئې هم وئيلي چې دوي ته دجاسوسۍ اؤ ورانکارۍ دکارروائيو ترسره کولو ذمه واري سپارل شوې وه.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي