پنجاب کښې په عملي توګه سول مارشل لاء نافذ ده،سهيل افريدے
پېښور( وحدت خبر) پېښور کښې ينګ ليډرز پارليمنټ زيراهتمام ينګ ليډرز کنونشن ته په وينا کښې دخېبرپښتونخوا وزيراعلى سهيل افريدي دځوانانو لپاره بغير دسود نه دقرضې سکيم درقم دريوو اربو نه پينځوو اربو روپو ته دغزولو اعلان کړے دے، هغه دينګ پارليمنټ لپاره ددوه ملينه روپو ګرانټ ورکولو اعلان هم کړے دے، وزيراعلى وئيلي دي چې وفاق دا وخت دخېبرپښتونخوا ٤٧٥٨ اربه روپۍ مقروض دے اؤ دقبائيلي ضلعو مالي انتضمام تر دې مهاله نۀ دے شوے، چې دائين خلاف ورزي ده، ددۀ ترمخه يو اړخ ته صوبې ته حق نۀ شي ورکولے اؤ بل اړخ ته وفاق کښې د٥٣٠٠ اربو روپو کرپشن شوے دے، دۀ ووئيل چې په لوټل شوو پېسو سره حکمرانان دملک نه بهر جزيرې اؤ فليټونه اخلي خو دتيراه متاثرينو لپاره په مختص څلور اربه روپو شور کولے شي، سهيل افريدي ووئيل چې ددهشت ګردۍ دمستقل خاتمې لاپره جامع پاليسي ضروري ده، بغير دپاليسۍ نه دهشت ګردي نۀ شي ختميدے، دۀ په دې خبره زور راوړے دے چې ځوانان دې په هر فورم په دې مسائيلو اواز پورته کړي. پخپله وينا کښې هغه په وفاقي حکومت اؤ دپنجاب په حکمرانانو سخت تنقيد وکړو اؤ وې وئيل چې په پنجاب کښې په عملي توګه سول مارشل لاء نافذ ده اؤ سياسي ازادي سلب کړے شوې دۀ، دهغه ترمخه بزرګ سياسدانان اؤ دعمران خان ميرمنه په ناحقه قيد کړے شويدي چې دانتقامي سياست بدترين مثال دے، دۀ ووئيل چې دعمران خان په خويندو داډياله جيل مخې ته دشپې په تيارۀ کښې زهرژنې اوبه پاشل شويدي. وزيراعلى ووئيل کوم قام چې خودداره نۀ وي هغه ترقي نۀ شي کولے، دهغه ترمخه لوئې انسان هاغه نۀ دے چې دهغه سره ډګرۍ اؤ دولت وي بلکې هاغه دے چې سوچ ئې لوئې وي، قامونه هاغه وخت ترقي کوي چې دملک درد ئې په سينه کښې وي. دۀ ووئيل دمحدودو وسائيلو باوجود دخېبرپښتونخوا حکومت دکارکردګۍ په بنياد په دريم ځل په اقتدار کښې راغلے اؤ کۀ چرې بقاياجات ترلاسه شي نو عوامي خدمت نور هم بهتر کيدے شي.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0