بيا بيا دناکامۍ باوجود هم په بندو کوټو کښې شوې فيصلې مسلـط کولے شي، وزيراعلى
پېښور( وحدت خبر) دخېبرپښتونخوا وزيراعلى سهيل افريدي دتيراه اپريشن نه دمتاثره کسانو سره دملاقات لپاره دتيراه دوره کړې ده، هغه متاثرينو سره نيغ په نيغه ملاقات کړے اؤ دهغوي مسائيل ئې اوريدلي دي. وزيراعلي دتيراه متاثرينو ته په وينا کښې ووئيل چې دتيراه عوامو سره څه روان دي هغه ناقابل قبول دي، بيا بيا دناکامۍ باوجود هم په بندو کوټو کښې شوې فيصلې مسلـط کولے شي، حالانکې ٢٢ لوئې اؤ ١٤ زرو نه زياتو وړو اپريشنو نه پس هم دامن کوم ضمانت موجود نۀ دے. په ناکامه پاليسيو سوال پورته کوونکي کله دترهه ګرو پلوي ګرځول کيږي اؤ کله دسمګلرانو سره پيوست کولے شي چې سراسر بې انصاف ده، ددې پاليسيو دمخالفت په وجه دے اؤ ددۀ قوم په نخښه کولے شي. وزيراعلى ووئيل ددۀ حکومت دوړومبۍ ورځې نه دامن لپاره اواز پورته کوي، مونږ په ماضي کښې هم ددې ناکامه پاليسۍ خلاف وو، نن هم يو اؤ ائنده به هم ددې برخه جوړه نۀ شو. دۀ ووئيل دعوامو نه دے اؤ تر مرګه به دغر پشان ددوي سره ولاړ وي. دمتاثره عوامو تحفظ اؤ عزت اوس نيغ په نيغه ددۀ ذمه واري ده، هيڅ قسمه غفلت به نه شي برداشت کولے. ټوپک به په قلم سره بدلولے شي اؤ دمستقل اؤ پائيداره امن لپاره ټولو سټيک هولډرانو سره په مشاورت سره متفقه پاليسي يوازينۍ لار ده.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0