فوجي اپريشن دکومې مسئلې حل نۀ دے،سهيل افريدي

Jan 7, 2026 - 12:29
 0  1
فوجي اپريشن دکومې مسئلې حل نۀ دے،سهيل افريدي

پېښور( وحدت خبر) دخېبرپښتونخوا وزيراعلى سهيل افريدي دپاکستاني فوج دترجمان په پريس کانفرنس خپل ردعمل کښې وئيلي دي چې هاغه صوبه چې ددهشت ګردۍ خلاف په جنګ کښې ئې تقريباً داتيا زرو خلقو قربانۍ ورکړيدي،ددې دعوامو اؤ دهغوي جمهوري مينډيټ  په ترهه ګرۍ پسې تړل ډير افسوسناک اؤ تکليف ورکوونکے  عمل دے،وزيراعلى سهيل افريدي په سوشل ميډيا ويب سائټ ايکس خپل موقف کښې وئيلي دي چې  ديوې رياستي ادارې داسې  منفي سوچ قومي يو والي ته زيان رسوي اؤ دپاکستان داستحکام لپاره هم زيانمن ثابتيږي، دۀ وئيلي دي چې  دا خبره واضحه کيدل پکار دي چې دکوم ممکنه ملټري اپريشن مخالفت نۀ صرف پاکستان تحريک انصاف پورې محدود دے بلکې دخېبرپښټونخوا ټول مذهبي اؤ سياسي جماعتونه اؤ دهر مکتبه فکر سره تعلق لرونکي خلق  په دې خبره متفق دي چې فوجي اپريشن   دکومې مسئلې اوږدمهاله  حل نۀ وي،سهيل افريدي وئيلي دي چې دا يو ناقابل ترديد حقيقت دے چې خېبرپښتونخوا کښې اوس ٢٢ لوئې ملټري اپريشنې اؤ خواؤشا ١٤٠٠٠ انټلي جنس بيسډ اپريشنې شويدي ددې باوجود هم ددهشت ګردۍ مکمل خاتمه نۀ ده شوې، وزيراعلى وئيلي دي چې  ددې صورتحال نه دا پوښتنه راولاړيږي چې  چرته  پاليسۍ سازۍ اؤ عمل درامد کښې سنجيده خامۍ موجودې دي، په داسې حال کښې په بندو کوټو کښې کښيناستلو سره  په غير موثره پاليسيو داصرار کولو پځائے يو اضحه پاليسي شفټ ضروري شوے دے ځکه چې  په دې ناکامه حکمت عمليو دقام وسائيل ډير زيات خرچ کيږي  اؤ دعوامو دځان ومال تحفظ مسلسل په خطره کښې دے. سهيل افريدي  ليکلي دي چې  په دې تناظر کښې دا بنيادي سوال پخپل ځائے قائم دے چې اخر دا ځل داسې کوم کلک ضمانت موجود دے چې يو بل ملټري اپريشن به واقعي دپائيداره امن بنياد کيښودلے شي؟ کۀ چرې دماضي حکمت عملي، درانۀ ځاني اؤ مالي نقصانونه اؤ دزياتو وسائيلو داستعمال بآوجود مطلوبه  نتيجې ورنۀ کړے شوې نو عوامو اؤ ددوي منتخبو نمائندګانو ته   دا اعتماد څنګه ورکولے شي چې  هم دغه طريقه کار به دا ځل مختلفې نتيجې ورکوي؟ دۀ وئيلي دي چې  په پاليسي سازۍ کښې شفافيت، واضحه اهدافو اؤ دتلل کيدو جوګه نتيجو نه بغير به د  هر نوي اقدام  سره  دامن پځائے  دنور غيريقيني صورتحال دپيدا کيدو اندېښنه وي.  وزيراعلى وئيلي دي مسئله صرف دا نۀ ده چې رياست ددهشت ګردۍ خلاف سنجيده نۀ دے، مسئله دا هم ده چې فيصلې دزمکنيو حقائقو، منتخب نمائندګانو، مقامي ابادۍ اؤ صوبائي حکومت په اعتماد کښېداخستل کيدو نه بغير کولے شي، زمکنے حقيقت دا دے چې نن هم دخېبرپښتونخوا په ګڼو ضلعو کښې  عوام دعدم تحفظ، معاشي جمود، کډو کولو داندېښنو اؤ  په رياستي پاليسيو دعدم اعتماد ښکار دي. سهيل افريدي وئيلي دي  کاروبار، تعليم اؤ دژوند معمولات بيا بيا متاثره کيږي، مقامي  ابادي په فيصله سازۍ کښې شاملولے نۀ شي، سهيل افريدي وئيلي دا هم يو تريخ حقيقت دے چې دبيا بيا خبردار کولو باوجود هم په خېبرپښتونخوا ته ترهه ګري بيا داخل کيدو ته پريښودل شوه  اؤ دخودساخته بيانيو دلارې ددې په خوريدو کښې اضافه وکړے شوه. دۀ ووئيل چې  پاکستان تحريک انصاف هم  په دې جنګ کښې دروند قيمت ادا کړے دے، دپارټۍ عهديداران، منتخب نمائندګان اؤ وزيران ددهشت ګردۍ نخښه جوړ شويدي،  څوک په ګولۍ شهيد کړے شويدي اؤ  چا په چاؤدنو کښې شهادت جام نوش کړے دے. په  داسې حال کښې ديوې رياستي ادارې دډائريکټر جنرل لخوا غيرذمه وارانه اؤ غير مدلل الزامونه نۀ صرف دپاکستان ترټولو مقبول سياسي جماعت خلاف نفرت ته هوا ورکوي بلکې دا تاثر هم ورکوي چې ګنې  دکوم سياسي قوت دترهه ګرو په رحم وکرم دپريښودو خواهش دپاليسۍ برخه جوړه شوې ده چې ديو خطرناک اؤ افسوسناک سوچ عکاسي کوي. هغه تجويز ورکړے دے چې ددهشت ګردۍ اؤ بدامنۍ دمسئلې  کۀ اوږدمهاله حل راويستل وي نو دپريس کانفرنسونو اؤ يو اړخيزه فيصلو پځائے  دې خېبرپښتونخوا اسمبلۍ کښې دټولو سياسي اؤ مذهبي جماعتونو اؤ هر مکتبه فکر سره تعلق لرونکو خلقو باندې مشتمل قومي جرګې په متفقه اعلاميه عمل کيدو ته پريښودل شي، دا هم لازمي ده چې په مستقبل کښې  فيصلې دبندو کوټو اؤ فردواحد دخواهشاتو پځائے دټولو سټيک هولډرانو اؤ عوامو دمنتخب نمائندګانو جوړو کړے شوو پاليسيو لاندې وکړے شي.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي