کوهاټ څخه ستنېدونکي افغان کډوالو سره د ولسوالۍ په کچ کېدونکې نغدي مرسته ودرول شوې
کوهاټ ( نعمت الله خان ) د کوهاټ ولسوالۍ څخه بېرته ستنېدونکي افغان کډوال وايي، ورته هغه نغدي مرستې روپۍ نه ورکول کېږې کوم چې دوی ته د ايالتي حکومت لخوا د بېرته تګ پر وخت ورکړل کېدلې.
د کوهاټ ضلع انتظاميې چارواکو افغان کډوالو ته ويلي ول، چې د بېرته ستنېدو پر مهال به هره ممکنه مرسته ورسره کولای شي او بې وزله افغان کډوالو ته به نغدي روپۍ هم ورکول کېږي خو اوس مهال له کوهاټ څخه بېرته ستنېدونکي افغان کډوال وایي، دوی خپل د کورنيو غړيو معلومات انتظاميې او افغان ملکانو سره شريک کړي خو بيا هم ځينو کډوالو سره د نغدي مرستې نه ده شوې.
ځينې کډوال دا هم تور پورې کوي چې له دوی ته په دغه نغدي مرسته کې پورا روپۍ نه ورکول کېږي او غوښتنه کوي چې ضلعي چارواکي د نغدي مرستې لپاره يوه داسې تګلاره جوړه کړي چې ستنېدونکي کډوالو د کورنیو يو مشر په خپله وکولای شي چې په اسانۍ سره کېدونکي نغدي مرسته ترلاسه کړي.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0