پاکستان کښې ترهه ګري دافغانستان نه منظم کيږي،دملګرو ملتونو رپورټ
دملګرو ملتونو تازه رپورټ دسيمې دامنيتي صورتحال په اړه سنجيده پوښتنې راولاړې کړيدي، درپورټ ترمخه په پاکستان کښې دکالعدم تحريک طالبان پاکستان حملې دافغان خاورې نه منظم کيږي چې په نتيجه کښې ئې نۀ صرف سرحدي تاؤتريخوالے سيوا کيږي بلکې دانسانانو قيمتي ژوند پکښې هم ضائع کيږي
دملګرو ملتونو په رپورټ کښې دافغان طالبانو دا دعوه هم ناقابل اعتبار ګرځول شوې چې په افغانستان کښې کومې ترهه ګرې ډلې ته پناه نۀ ده ترلاسه، زمکني حقائق ددې بيان ترديد کوي ځکه چې دافغان خاورې نه دټي ټي پي مسلسل کارروايۍ ددې خبرې ثبوت دے چې ترهه ګرو عناصرو ته هلته نۀ يوازې دا چې پناه ترلاسه ده بلکې هغوي عملي ازادي هم لري،
درپورټ ترمخه په ٢٠٢٥م کښې دټي ټي پي د٦٠٠ؤ نه دزياتو حملو اندازه لګول شوې ده ، حالانکې پاکستاني امنيتي ځواکونو په وخت دکارروائيو دلارې ګڼې حملې ناکامه کړي هم دي چې دهغوي دپېشه وارانه صلاحيت اؤ قربانيو عکاسي ده
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0