بنو، دوخت نه وړاندې دبارودو چاؤدنه،ترهه ګر مړ

Nov 18, 2025 - 15:50
 0  3
بنو، دوخت نه وړاندې  دبارودو چاؤدنه،ترهه ګر مړ

بنو( وحدت خبر) دخېبرپښتونخوا په بنو ضلع کښې دنهې په ورځ ددهشت ګردو لخوا دپل  په بارودو سره دالوزولو کوشش ناکامه شوے دے،ديو ائي اي ډي  نصب کولو په  دوران چاؤدنه شوې ده چې په نتيجه کښې ترهه ګر وژل شوے دے. چاؤدنه  دډوګهوړا پل سره نزدې ديو ائي اي ډي  نصب کولو په  دوران چاؤدنه شوې ده، دغه خبره دبنو ډسټرکټ پوليس افس ترجمان عامر خان ډان سره دخبرو په دوران کړې ده، دۀ ووئيل چې ترهه ګرو دپل الوزولو اراده لرله، ددې مقصد لپاره هغوي پل سره نزدې دائي اي ډي نصب کولو کوشش کولو،  دۀ ووئيل ائي اي ډي دوخت نه وړاندې وچاؤديدو چې ورسره ترهه ګر په موقعه هلاک شو اؤ دويم ملګرے ئې ژوبل شوے اؤ په تېښته کښې کامياب شوے دے.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي