سوات کښې دپوليس او سي ټي ډي کارروائي، دوه ترهه ګر ژوبل

Jun 2, 2025 - 15:08
 0  0
سوات کښې دپوليس او سي ټي ډي کارروائي، دوه ترهه ګر ژوبل

سوات کښې دپوليس او سي ټي ډي کارروايۍ کښې  دوه ترهه ګر ژوبل شويدي.

دذريعو وينا ده چې  په خفيه اطلاعاتو ريجنل پوليسو اؤ سي ټي ډي ټيمونو دسوات غرايزې علاقې تحصيل مټې مختلفو مقاماتو کښې سرچ اپريشن  شوے شوے، په دې دوران  دګواليرۍ جارګو غرونو کښې پوليس اؤ ترهه ګر يو بل ته مخامخ شويدي، په دې دوران دسي ټي ډي  اؤ پوليس ځوانانو او ترهه ګرو ترمينځ نښته کښې دوه ترهه ګر ژوبل شوي چې نورو ملګرو دځان سره وړي اؤ تښتيدليدي.

  دخېبرپښتونخوا ائي جي ذوالفقار حميد په کاميابې کارروايۍ پوليس او سي ټي ډي اهلکارو ته شاباشے ورکړے اؤ دټولې صوبې پوليس ته ئې دبيدار اوسيدو احکامات جاري کړيدي.

 

 

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي