بنو کښې دترهه ګرو حمله، دايف سي اهلکار شهيد، دوه ژوبل

Jul 25, 2025 - 16:16
 0  1
بنو کښې دترهه ګرو حمله، دايف سي اهلکار شهيد، دوه ژوبل

بنو کښې دترهه ګرو پۀ يوه حمله کښې  دايف سي اهلکار شهيد شويدے اؤ  دوه  نور ژوبل شويدي، دريوبه لائنز ته دتللو په دوران نامعلومو کسانو دايف سي په اهلکار ډزې کړيدي،وسله وال تېښته کښې کامياب شويدي.

 دتفصيلاتو ترمخه  دايف سي ټيم ددريائے کرم نه سامان واپس دريوبه لائنز ته وړلو  چې په دې دوران پرې وسله والو حمله وکړه چې پکښې ډرائيور هاشم خانو سيف الدين خټک اؤ يو بل اهلکار ژوبل شول چې فوري نزدې هسپتال ته منتقل کړے شول خو هلته دزخمونو تاب نۀ راوړلو په وجه هاشم خان شهيد شو

 دپېښې  په اطلاع ترلاسه کولو   علاقه کښې  پوليسو سرچ اپريشن کړے دے، وسله اؤ کارتوس برامد ئې هم برامد کړي دي.. دپوليسو اپريشن په دوران يو مبېنه عسکريت خ،ښے ژوبل شوے هم دے چې  دهغه ملګرو هغه دځان سره دغرونو علاقې ته بوتللے دے.

 

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي