نوښار، دوسله والو په ډزو اشتهاري ووژل شو

Jul 17, 2025 - 13:16
 0  0
نوښار،  دوسله والو په ډزو اشتهاري ووژل شو

نوښار( وحدت خبريال)  نوښار کښې  دوسله والو په ډزو يو تن وژل شوے دے،  ګرفتار خـطرناک اشتهاري اغوا کار اجمل شاه عرف اجملے  دتښتول شوي مقتول زاهد علي دقبر نشاندهۍ لپاره دپېښور قاضي کلي ته بوتلل کيدو

 دپوليسو ترمخه دريوو نه پينځوو پورې وسله والو نقاب پوشو  چې په موټراسئيکل سوارۀ وو، دپوليسو په موبائيل هاغه وخت حمله وکړه چې هغوي دګرفتار زيرحراست اشتهاري ملزم اجمل شاه عرف اجملے دمغوي زاهد علي دمړي برامدګۍ اؤ قبرستان نشاندهۍ لپاره بوتللو

، دډزو له امله انوسټي ګيشن پوليس اصغرخټک اؤ اے ايس ائي اعجاز خان هم ژوبل شوي دي چې هسپتال ته رسول شويدي. ، دپوليس ترجمان اضاخيل پيرپيائي جي ټي روډ باندې دانوسټي ګيشن پوليس په موبائيل  نامعلومو وسله والو ډزې وکړې،  دملزمانو په ډزو په ګاډي کښې ناست پوليس اهلکار محفوظ پاتې شويدي،

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي