شمالي وزيرستان کښې په پاک افغان سرحد ددراندازۍ کووشش کوونکي 30 خوارج هلاک، ائي ايس پي ار
امنيتي ځواکونو په پاک افغان سرحد په شمالي وزيرستان کښې دفتنة الخوارجو ددراندازۍ کوشش ناکامه کړے اؤ په موثره کارروايۍ کښې ئې ٣٠ خوارج وژلي دي
دپاک فوج دشعبه تعلقات عامه( ائي ايس پي ار) لخوا جاري کړے شوي بيان ترمخه دوړومبۍ اؤ دويمې جولايۍ په مينځ شپه اؤ بيا ددويمې اؤ دريمې جولايۍ په مينځ شپه امنيتي ځواکونو دشمالي وزيرستان په علاقه حسن خيل کښې دافغان سرحد دلارې ددراندازۍ کوشش کوونکي دبهارت حمايت يافته فتنة الخواجو ديوې لوئې ډلې نقل وحرکت محسوس کړے دے.
دائي ايس پي ار ترمخه دترهه ګرو ددراندازۍ کوشش ناکامه کړے شوے اؤ ټول ٣٠ خوارج وژل شويدي.
دائي ايس پي ار وينا ده چې دوژل شوو ترهه ګرو نه په دروند مقدار کښې وسله، ګوله بارود اؤ چاؤديدونکي مواد ترلاسه کړے شويدي.
ائي ايس پي ار وئيلي دافغانستان اسلامي امارت ته هم دا ذمه واري پوره کول پکار دي چې خپله خاوره دغيرملکي ايجنټانو په لاسو دپاکستان خلاف ددهشت ګردۍ دکارروائيو لپاره کارول کيدو ته ورنۀ کړي.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0