مونږ ته فولادي ديوال ددهشت ګردۍ په لوري ګرځول دي،پاک فوج

) ډي جي ائي ايس پي ار ليفټننټ جنرل احمد شريف چوهدري وئيلي دي چې اوس به مونږ ته فولادي ديوال( بنيان مرصوص) ددهشت ګردۍ په لوري ګرځول دي. ډي جي ائي ايس پي ار داسلام اباد زده کوونکو اؤ استاذانو سره خصوصي ناسته کړې ده چې پکښې هغه دځوانانو دملک لپاره کاوشونه انتهائي اهم ګرځولي دي.
ډي جي ائي ايس پي ار ددشمن دناپاکه عزائمو نه زده کوونکي خبر کړي اؤ هغوي ته ئې دمتحد اوسيدو وينا کړې ده، هغه وئيلي دي چې پاکستان دامن کور دے، دپاکستان فتح په اصل کښې دامن فتح ده.
ليفټننټ جنرل احمد شريف دټول ملک استاذانو ته دپاک فوج لخوا سلام پيش کړے دے.
پخپلو خبرو کښې دۀ ووئيل چې څنګه تاسو دپاکستان اؤ پاک فوج لپاره دبې مثاله مينې اظهار کړے، هغې ته په کتلو سره زۀ وئيلے شم چې دپاکستان مستقبل نه صرف روښانه بلکې ځلنده هم دے.
دۀ ووئيل تاسو به وئيل چې دوي( فوج) خپل کار نۀ کوي، تاسو له هغوي( ناقدينو) پوښتنه وکړئ چې فوج خپل کار وکړو که نه؟ ايا دداسې خلقو احتساب نۀ دے پکار چې دخپل فوج، افسرانو اؤ ځوانانو خلاف ئې خبرې کولې؟
ډي جي ائي ايس پي ار وئيلي دي چې دپاکستاني فوج تعلق دعوامو اؤ دعوامو تعلق دپاک فوج سره دے.
دۀ ووئيل چې يقين وساتئ دا نسل اؤ ستاسو نه پس راتلونکي نسلونه به دملک دحفاظت نه پشا نۀ شي.
دۀ ووئيل چې په پاکستان کښې په نظر دراتلونکې دهشت ګردۍ پشا بهارت دے.
دۀ ووئيل فولادي ديوال اوس مونږ ته په متحد کيدو سره ددهشت ګردۍ لوري ته راګرځول دي، هرکله چې عوام اؤ فوج يو ځائے وي نو په ملک کښې به کوم دهشت ګرد پاتې نۀ شي.
What's Your Reaction?






