دپاکستان ايټمي پروګرام محفوظ دے، ډي جي ائي ايس پي ار

Jul 9, 2025 - 16:55
 0  1
دپاکستان ايټمي پروګرام محفوظ دے، ډي جي ائي ايس پي ار

ډي جي ائي ايس پي ار ، ليفټننټ جنرل احمد شريف چوهدري وئيلي دي چې دپاکستان ايټمي پروګرام په مکمله توګه محفوظ دے، څوک زمونږ دايټمي پروګرام دپه نخښه کولو جرائت نه شي کولے، دپاکستان جوهري صلاحيت ناقابل تسخير دے،  ډي جي ائي ايس پي ار وئيلي دي چې  پاکستان يو ذمه وار او اعلان شوے ايټمي  طاقت دے، دۀ وئيلي دي چې دا دپاکستان په دفاعي صلاحيتونو اؤ موجوده علاقائي توازن داعتماد عکاسي کوي.

ددۀ وينا وه چې د هند ناوړه عزائم دپاکستان  سلامتۍ اؤ په خصوصي توګه دبلوچستان دغيرمستحکم کولو منظم سازش دے. دالجزيره ټي وي ترمخه د ډي جي ائي ايس پي ار دا ردعمل تيره مياشت  دوزيرستان بمي چاؤدنې نه پس مخې ته راغلے دے. دغيرملکي ميډيا ترمخه  دحملې ذمه واري فتنه الخوارجو قبوله کړې وه چې پکښې شپاړس فوځي ځوانان شهي

دان اؤ د٢٠و نه زيات ژوبل شوي وو، دپاکستان واضحه  موقف دے چې په دې حملو کښې هند  نيغ په نيغه ککړ دے، بهارت په پاکستان کښې ددهشت ګردۍ دفعاليتونو حمايت اؤ مالي مرسته کوي. ډي جي ائي ايس پي ار  الجزيره ټي وي سره په مرکه کښې وئيلي دي چې  دخارجيانو اصطلاح  په اوسنيو ورځو کښې پاکستاني فوج اؤ ميډيا کښې په پراخه پيمانه استعماليږي، دخوارجو اصطلاح دهاغو وسله والو ډلو لپاره استعماليږي چې په رياست اؤ فوج حملې کوي.

دۀ وئيلي دي چې  موجوده فتنه الخوارج دهاغه ګمراه نظريې تسلسل دے چې  مسلمانان دخپلې ګمراه عقيدې لاندې قتلوي، په اسلام کښې  دجهاد يا قتال اختيار صرف درياست سره دے، دفتنه الخوارجو داسلام، انسانيت، پاکستان يا پاکستاني روايتونو سره هيڅ تعلق نشته ،

دۀ ووئيل چې فتنه الهندوستان په خاص توه په بلوچستان صوبه :ښې دملک غيرمستحکم کولو لپاره سرګرم دي. دۀ ووئيل چې پاکستان  داسلامي رياست خلاف څه قسمه جارحيت دعلاقائي استحکام لپاره خطره ګرځولې ده اؤ

بهارتي سياسي قيادت په ګڼو موقعو په پاکستان :ښې ددهشت ګردۍ  دپشي شا ملاتړ کولو اعتراف کړے دے. په بهارتي سرپرستۍ کښې  دکيدونکې ترهه ګرۍ دنيټ ورک ماسټر مائنډ اجيت دوول دے، دامريکې اؤ کينيډا پشمول ګڼو ملکونو دبهارتي رياستي دهشت ګردۍ اعتراف کړے دے. دالجزيره ټي وي ترمخه ډي جي ائي ايس پي ار داسرائلو دجارحيت دښکار شوي ايران لپاره دپاکستان  سياسي اؤ سفارتي  حمايت تکرار کړے دے

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي