تيراه کښې ښځه اؤ سړے دغيرت په نوم قتل
دخېبر ضلعې لرې پرتې علاقې تيراه کښې دغيرت په نوم زنانه اؤ سړے قتل کړے شويدي، دميډيا رپورټ ترمخه ددواړو مبېنه ويډيو اؤ ټيلي فوني خبرې ليک شوې وې اوس اوس يو ويډيو کلپ په سوشل ميډيا وائرل شوے ؤ چې پکښې يوه زنانه اؤ سړے دتيراه په يو ځنګل کښې دناستې اؤ خبرو په حالت کښې ليدل شوي وو، دهغوي ټيليفوني خبرې هم په سوشل ميډيا ليک شوې وې. کارګر کلي، حيدرکنډاؤ کښې قبائيلو ددې دواړو کورونه سوزولي، ددې نه علاوه دهاغو خلقو کورونه هم سوزول شوي چې قابل اعتراض ويډيو ئې جوړه کړې اؤ ليک کړې وه. دا کارروائي بر قمبرخيل شورا په حکم شوې ده. دويډيو جوړونکو څلورو کسانو لټون روان دے.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0