ديوکرين حمله کښې دروسي بحريې دډپټي چيف پشمول ١١ اهلکار هلاک

Jul 3, 2025 - 23:23
 0  0
ديوکرين حمله کښې دروسي بحريې دډپټي  چيف پشمول ١١ اهلکار هلاک

ماسکو( ميډيا رپورټ)  دروس ددفاع وزارت ديوکرين په يوه حمله کښې دبحريې دډپټي چيف پشمول د١١ؤ اهلکارو دمړينې تصديق کړے دے.

 دعالمي خبري ادارې ترمخه يوکرين  دا حمله دکرسک په علاقه کښې کړې وه.  وژل شوے دروسيې بحريې ډپټي کمانډر ميجر جنرل ميخائيل ګودکوف ديوکرين په جنګ کښې کافي متحرک ؤ. ميخائيل ګودکوف  په مارچ ٢٠٢٥م کښې روسي صدر ولاديمير پيوټن دبحريې دزمکنيو اؤ ساحلي دستو مرستيال مشر تعينات کړے ؤ.

 دروس ګورنر اوليګ کوژيما ترمخه ګودکوف په کورسک کښې دخپلې ډيوټۍ ترسره کولو په دوران هلاک شوے دے.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي