بلوچستان کښې په ګاډي دوسله والو حمله، دزنانه پشمول درې قتل

May 6, 2025 - 10:54
 0  0
بلوچستان کښې په ګاډي دوسله والو حمله، دزنانه پشمول درې قتل

 دبلوچستان په مستونګه علاقه کښې وسله والو کسانو په يوګاډي ډزې کړي دي چې له امله ئې درې کسان وژل شويدي.

 دپوليسو ترمخه لاشونه هسپتال ته منتقل کړے شوي او  دوسله والو کسانو لټون شروع کړے شوے دے.

 دميډيا رپورټ ترمخه  دمستونګ علاقې تيري روډ باندې وسله والو کسانو په يو ګاډي ډزې کړيدي، وژل شوو کښې زنانه هم شامل ده،  پوليسو مړي هسپتال ته منتقل کړيدي

په بلوچستان کښې له دې وړاندې هم  په ګاډو  اؤ ريل ګاډي  دوسله والو دغه شان حملې ترسره شويدي چې پکښې په لسګونو کسانو خپل ژوند دلاسه ورکړےدے.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي