دهندي فضائيې دپاکستان په لوري دپرمختګ يو بل کوشش ناکام

دهندي فضائيې دپاکستان په لوري دپرمختګ يو بل کوشش ناکامه کړے شوے دے. دميډيا رپورټ ترمخه دکارروايۍ دمنصوبه بندۍ داطلاع ترلاسه کولو سره سم دپاک فضائيې شاهينان فضا ګانو ته رسيدلي دي، دذريعووينا ده چې پاک فضائيې ته داليکټرانک، سائبر اؤ اسپيس وارفيئر په څانګو کښې په حريف واضحه برتري ترلاسه ده. د٢٩م او ٣٠م اپريل په مينځ شپه هم دهند څلورو جديد رافيل طيارې پۀ شاتګ مجبورې کړل شوېوې، دغه طيارې دزمکې نه په زمکې په وار کوونکو ميزائيلونو سمبال وې.
دذريعو وينا ده چې دې طيارو د٤٠ زره فټه په لوړوالي پرواز کولو چې دپاکستان ايئر ډيفنس سيسټم درافيل طيارو ان بورډ سينسرز جام کړل چې ورسره ددې طيارو پخپل مينځ کښې اؤ په زمکه رابطه منقطع شوه، دپاک فضائيې جے ټين طيارې هم دڅه قسمه کارروايۍ مخنيوي لپاره په فضا کښې موجودې وې.
دپاک فضائيې دموثره جوابي کارروايۍ په وجه هندي طيارې واپس دهند دانباله پځائے سري نګر کښې په هنګامي لينډنګ کولو مجبوره شويدي.
انکشاف شوے دے چې پاکستان ته اطلاع ترلاسه شوې چې هند دتيرې جمعې په ورځ ديوې بلې کارروايۍ منصوبه بندي کوله.
پي اے ايف په فوري توګه د٤٠و نه ٥٠و پورې جنګي طيارې چې پکښې ايف سيکس ټين، تے ټين سي او جے ايف سيون ټين شامل دي، فضاء ته روانې کړيدي، دکوم وروسته چې هندي فضائيې خپله منصوبه پرېښې ده.
What's Your Reaction?






