ملک کښې په عملي توګه دقانون په نوم کوم څيز نشته، اسد قيصر

دپاکستان تحريک انصاف مرکزي رهنما او دقامي اسمبلۍ پخوانۍ سپيکر اسد قيصر وئٍيلي دي چې ملک کښې په عملي توګه دقانون په نوم کوم څيز نشته
اسد قيصر په صوابۍ کښې اولسي جرګې ته په وينا کښې ووئيل چې اول هم په دې ملک کښې کوم ائيډيل نظام نۀ ؤ خو دا وخت چې مونږ کوم دور ته داخل شوي يو، شايد چې داسې دامريت په دور کښې هم نۀ وو.
دۀ ووئيل چې دمشرف په دور کښې په ټي وي چينلو پابندي نۀ وه، تنقيد هم کيدو، کوم ايکشن به نۀ اخستل کيدو، اوس چې څوک يوه خبره هم وکړي نو دهغې دنتيجو سره مخ کيږي.
دۀ ووئيل چې دئين له مخې چې کوم حقونه ورکړے شوي ، هغه تروړل شويدي، پيکا ايکټ يو تور قانون دے اؤ عملا دائين خلاف ورزي ده، مونږ مـطالبه کوو چې پيکا ايکټ دې په فوري توګه واپس واخستل شي
What's Your Reaction?






