غزه کښې داسرائيلو حملې جاري،نور 33 فلسطينيان شهيدان

Sep 18, 2025 - 14:43
 0  0
غزه کښې داسرائيلو حملې جاري،نور 33 فلسطينيان شهيدان

پۀ غزه کښې داسرائيلو حملې روانې دي چې پکښې  ٣٣ نور فلسطينيان شهيدان شويدي،  شهيدانو کښې په الشاطي کيمپ شوې کارروايۍ کښې شهيد شوي مور او زوې شامل دي. مقامي خلقو وئيلي دي چې    اسرائيلو دانخلا لپاره عارضي لاره پرانستې ده،بمبارۍ کښې ډرامائي اضافه شوې ده. په لسګونو کورونه تباه کړے شويدي اؤ بحري جهاز هم په لويه حمله کښې شامل دے. دمتده قامونو دميشن رپورټ کښې  اسرائيل دفلسطيني عوامو دنسل کشۍ مرتکب ګرځول شوے دے. اکتوبر ٢٠٢٣م نه تراوسه ٦٤ زره نه زيات فلسطينيان شهيدان شوي اؤ يو لک ٦٥ زره نه زيات ژوبل شويدي. چين اؤ قـطر په غزه  دحملو غندنه کړې ده. دچين دخارجه وزارت وينا ده چې داسرائيلو اقدامات دبين الاقوامي قوانينو خلاف ورزي ده. قطر وئيلي  دا فلسطينيعوامو  خلاف دنسل کشۍ دجنګ تسلسل دے. اسرائيلو دغزه خلقو ته دانخلا لپاره دصلاح الدين اسټريټ دلارې دوه ورځو لپاره عارضي لارې پرانستو اعلان کړے دے.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي