حکومت ګولډ مائيننګ کښې دمقامي خلقو په حقونو ډاکه اچوي

Sep 12, 2025 - 21:21
 0  4
حکومت   ګولډ مائيننګ کښې  دمقامي خلقو په حقونو ډاکه اچوي

 نوښار( وحدت خبريال)  دوزيراعظم داخله مشير پرويز خټک وئيلي دي چې  صوبائي حکومت په ګولډ مائينګ دمقامي خلقو په حقونو ډاکه اچوي، دريائے سندهـ نه  دګولډ مائيننګ ليز ټينډر فيکس ګيم دے چې مونږ ئې نۀ تسليموو.

 پرويز خټک نظام پور کښې ددريائے سندهـ نه پۀ  ګولډ مائيننګ  دحکومت لخوا دپابندۍ لګولو اؤ ليز ټيندر خلاف ګرينډ جرګې ته په وينا کښې ووئيل چې  دريائے سندهـ نه ګولډ مائيننګ ليز دې مقامي خلقو ته ورکړے شي، ددې خلاف به هر فورم ته ځو.

پرويز خټک ووئيل چې  زما په  ترقياتي منصوبو حکومتي ممبران خپلې تختۍ لګوي اؤ سياست کوي، دا ممبران دې ووائي چې په دوو کلونو کښې ئې کارکردګي څه ده؟

What's Your Reaction?

Like Like 1
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي