کراچۍ، په چينائي وګړو حمله کښې ککړ درې ترهه ګر دسي ټي ډي کارروايۍ کښې هلاک
په کراچۍ کښې په چينائي وګړو حمله کښې ککړ درې ترهه ګر دسي ټي ډي کارروايۍ کښې هلاک کړے شويدي. سي ټي ډي اؤ دحساسې ادارې مشترکه اپريشن کښې منګهوپير کښې په يو کور چهاپه وهل شوې ده، په دې دوران سخته مقابله شوې ده، دپوليس چارواکو ترمخه دډزو تبادله کښې درې ترهه ګر وژل شويدي.
د سي ټي ډي ډي ايس پي راجه عمر خطاب دسول هسپتال نه بهر ميډيا سره په خبرو کښې ووئيل چې وژل شوو کښې يو خودکش حمله کوونکے هم شامل ؤ. ترهه ګرو کښې ديو پيژندګلو دزعفران اؤ بل دقدرت الله په نوم سره شوې ده. حکومت دزعفران په سفر دوه کروړه روپۍ انعام ويستلے ؤ، دۀ تيرکال په چينائي حمله کښې لاس لرلو.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0