پېښور، داتۀ کلنې ماشومې دګاونډي دکور نه مسخ شوے مړے برامد
لنډي ارباب کښې داتۀ کلنې ماشومې دګاونډي دکور نه مسخ شوے مړے برامد شوے دے، مقتوله درې ورځې وړاندې بې درکه شوې وه،ګاونډي ئې له زياتي اؤ تشدد وروسته مړے په بورۍ کښې بند کړيدے
په علاقه کښې سخته بدبوئي خوره شوې، وارثانو ئې په شک پيدا کيدو دګاونډي دانګڼ نه دمړي صندوق ترلاسه کړيدے. دتفصيلاتو ترمخه دبهانه ماړۍ تاڼې علاقه لنډي ارباب کښې ددريوو ورځو راهسې دبې دلکه اتۀ کلنې ماشومې مسخ شوے مړے ترلاسه شوے دے چې دوحشيانه تشدد، تيزندۍ اؤ په چاړو وارونو سره دقتلولو نه پس ئې مړے دکور دننه ديو لوئې صندوق نه ترلاسه شوے دے
په کوڅه کښې دسختې بدبويۍ په خوريدو دعلاقې خلقو دکور محاصره کړې ده اؤ بيا ئې پوليسو ته اطلاع ورکړې ده، دميډيا رپورټ ترمخه دمقتولې ماشومې سره زياتے هم شوے ؤ
دپوليسو ترمخه اله محمد ولد شيرمحمد دافغانستان اوسيدونکي، چې اوس په لنډي ارباب کښې اوسيږي، په يوويشتم جون رپورټ درج کړے ؤ چې دهغه نهه کلنه لور مريم په پراسراره توګه بې درکه شوې وه.
دميډيا رپورټ ترمخه درنده صفت ملزم دائيس نشې عادي ختلے دے، دهغه مور په کراچۍ کښې وه اؤ په کور کښې ئې هيڅوک نۀ ؤ.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0