کرمه کښې په چيک پوسټ حمله، دوه اهلکار شهيدان

دخېبرپښتونخوا دکرمې ضلعې سرحدي علاقه حسين ميله کښې فتنه الخوارجو دسيکورټي فورسز په چيک پوسټ حمله کړې ده چې په نتيجه کښې ئې دوه اهلکار شهيدان اؤ ٧ ژوبل شويدي،
دذريعو وينا ده چې په بره کرمه کښې دافغانستان دننګرهار ولايت سره پيوست دکرمې لقمان خيل تنګي علاقې حسين ميله ته فتنه الخوارج داخل شوي اؤ دسيکورټي فورسز په چيک پوسټ ئې په خودکاره اؤ درنو وسلو سره حمله کړې ده.
دفتنه الخوارجو دحملې په نتيجه کښې اهلکار لانس نائيک سليم په موقعه شهيد شوے اؤ اتۀ اهلکار ژوبل شويدي، وروسته دعلاج په دوران يو بل اهلکار هم ساه ورکړې ده.
ژوبل شوو کښې حوالدار موالي خان، حوالدار جهاد حسين طوري، لانس نائيک يوسف، سيد ايوب ، سپاهي ابرار، سپاهي عثمان، نائب صوبيدار جاويد حسين شامل دي چې دهيلي کاپټر دلارې پېښور ته منتقل کړے شويدي.
دپېښې وروسته سيکورټي فورسز هم دحمله کوونکو خلاف کارروائي کړې، په نزدې علاقو کښې ميشته قبائيلو دلاوډ سپيکرو دلارې ددهشت ګردو دتعاقب لپاره اعلانونه کړي چې په نتيجه کښې ئې يو حمله کوونکے نيول شوے خو نور په تېښته کښې کامياب شويدي.
کرمه حمله
What's Your Reaction?






