افغان ميډيا دکابل په هسپتال حمله کښې د٤٠٠ؤ کسانو دوژنې ددعوې اصليت په ډاګه کړو
اسلام اباد، کابل( ميډيا رپورټ) افغان ميډيا دکابل په هسپتال حمله کښې د٤٠٠ؤ کسانو دوژنې ددعوې اصليت په ډاګه کړے دے. جيو نيوز دافغان ميډيا په حواله پخپل خبر کښې وئيلي دحملې په دوران دوژنو، وينو اثار اؤ دلوئې تباهۍ نخښې نۀ دي ترلاسه شوي، په کابل کښې دبحالۍ دمرکز سره نزدې لګيدلے اور دمعمولي نوعيت ؤ دبحالۍ مرکز سره نزدې اور دطالبانو په فوجي کيمپ دشوې حملې په وجه لګيدلے دے.. دمتحده قامونو دافغانستان لپاره اارې هم د٤٠٠ؤ کسانو ددروغو ددعوې تصديق نۀ دے کړے. دافغان ميډيا رپورټر هم په هسپتال کښې دموجودو عيني شاهدانو دلارې دطالبانو درجيم پروپيګنډه په ډاګه کړېده، دافغان ميډيا ترمخه دا وخت دکابل سينټرل هسپتال کښې پينځلس کسان زيرعلاج دي. دپاکستان داطلاعاتو وفاقي وزير عطاء تارړ وئيلي افغان طالبانو رجيم په هسپتال دحملې ددروغو بيانيې جوړولو کوشش کړے دے اؤ دافغان طالبانو رجيم دخپلو دروغو په پوسټونو ډيليټ کولو مجبور شوے دے.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0