مونږ ته دبرطانيې دطياره برداره جنګي جهازونو ضرورت نشته،دصدر ټرمپ تنقيد
واشنګټن( ميډيا رپورټ) دامريکې صدر ډونلډ ټرمپ وئيلي دي چې امريکې ته دايران خلاف په جاري جنګ کښې دبرطانيې دطياره برداره جنګي جهازونو ضرورت نشته، دۀ وئيلي دي چې امريکې په دې جنګ کښې دوړاندې نه کاميابي ترلاسه کړې دهۀ په سوشل ميډيا پليټ فارم ټروتـ سوشل يو پيغام کښې دۀ وئيلي دي چې برطانيه مينځني ختيز ته دخپلو دوه طياره برداره جهازونو په ليږلو غور کوي خو اوس امريکې ته دمدد ضرورت نشته. ټرمپ پخپل پيغام کښې دوزيراعظم کيئر اسټارمر مخاطب کولو سره وئيلي امريکې ته دداسې اتحاديانو ضرورت نشته چې دجنګ ګټلو نه پس شامليږي، هغه دبرطانيې په يو وخت کښې دعظيم اتحادي ګرځولو سره وئيلي امريکا به دغه خبره ياده ساتي.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0